• 8am Media | پادکست ۸صبح

  • De: 8am Media
  • Podcast

8am Media | پادکست ۸صبح

De: 8am Media
  • Resumen

  • پادکست‌‌های ۸صبح که با حضور کارشناسان، تحلیل‌گران و فعالین سیاسی و مدنی برگزار می‌گردد، مسایل عمده و اساسی جامعه افغانستان و نیز مسایل جهانی مرتبط به افغانستان به بحث گرفته می‌شود. ۸صبح، چهار پادکست تولید می‌کند که شامل دو پادکست به زبان فارسی زیر نام پادکست هفتگی، سخن زن، یک پادکست به زبان پشتو زیر عنوان ژوري خبري و یک پادکست دیگر به نام «Insights» به زبان انگلیسی است. The 8am Media podcasts, featuring experts, analysts, and political and civil activists, discuss major and fundamental issues of Afghan society as well as global issues related to Afghanistan. 8am Media produces four podcasts, including two in Persian: the weekly podcast ”Sokhan e Zan,” one in Pashto titled ”Zhowari Khbaray,” and another in English called ”Insights.”
    Copyright 2023 All rights reserved.
    Más Menos
Episodios
  • ژورې خبرې/۶: افغاني ټولنه او د ښځو بشري حقونو ته د لاسرسي ستونزه؛ لاملونه او حل‌لارې
    Aug 16 2024

    افغاني ټولنه او د ښځو بشري حقونو ته د لاسرسي ستونزه؛ لاملونه او حل‌لارې

    افغانې ښځې د تاریخ په اوږدو کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان شوې دي. دوی لسیزې د خپلو بشري حقونو، لکه د تعلیم، تحصیل، کار او ازادانه تګ راتګ له حقوقو محرومې وې. د کلونو مبارزې وروسته، هغوی په ځینو دورو کې وتوانېدې چې د خپلو حقونو یوه برخه، لکه د تحصیل او کار حق، ترلاسه کړي. د ښځو مبارزې په ځینو حکومتونو، لکه د امان‌الله خان او ډاکټر نجیب‌الله په واکمنیو کې، د نظام په بشپړ ملاتړ سره د هېواد ښځو لپاره خوږې خاطرې جوړې کړې. حتی د ښځو هڅې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره په تېرو دوو لسیزو کې، سره له دې چې زیاتې ستونزې وې، د ستاینې وړ وې، تر دې چې د جمهوریت حکومت د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

    د طالبانو د بیا واکمنۍ سره، افغانې ښځې د بشري حقونو له اړخه لسګونه کاله شاته لاړې. دې ډلې د ښځو د تحصیل او کار حقونه واخیستل او هغوی یې د کور څلورو دیوالونو ته محدودې کړې. اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان ښځې د بشري حقونو په معادله کې په کوم ځای کې دي؟ کوم لاملونه دي چې دې ښځو له خپلو طبیعي او بشري حقونو څخه محرومې کړې دي؟ هغوی د پرمختللو هېوادونو له ښځو سره په پرتله کې په کوم ځای کې قرار لري؟ کوم اقدامات باید وشي ترڅو ښځې خپلو اساسي حقونو ته لاسرسی ومومي؟

    ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.

    Más Menos
    53 m
  • Insights/10: Follow the Money with Shah Mohammad Mehrabi
    Aug 12 2024

    Follow the Money

    For this week’s Insights podcast, Lynne talks with Shah Mohammad Mehrabi. He is a professor of economics and a co-trustee of the Afghan Fund, which was set up two years ago in Switzerland to administer $3.5 billion of Afghanistan's foreign exchange reserves. He has all the numbers at his fingers tips and refers to them to make a series of points about the economy before and after the fall of the republic. Without explicit reference to the way women have been locked out of economic activity by the Taliban regime, he says that without them, true progress will be very difficult, if not impossible. Have a listen

    Más Menos
    1 h
  • ژورې خبرې/۵: د ډیاسپورا رول د افغانستان په سیاسي راتلونکې کې
    Aug 11 2024

    د ډیاسپورا رول د افغانستان په سیاسي راتلونکې کې

    افغاني ډیاسپورا که له یوې خوا د یوې ژورې تراژیدۍ نښه ده او د لسیزو او کلونو جنګونو، تاوتریخوالو او مهاجرتونو له وجې رامنځ ته شوې ده. له بلې خوا د هېواد دا اواره او درد لیدلی بهرمېشتی نفوس په هېواد کې دننه وګړو لپاره د هیلو او تکیې وروستۍ بېړۍ ده.

    افغاني ډیاسپورا نه یواځې دا چې دم‌ګړی هېواد کې د خیر او پرمختګ فعالیتونه حمایت کوي، بلکې له هېواده د باندې د خپلو خلکو د مدني او بشري حقوقو د حفظ او دفاع لپاره هم هڅې کوي.

    که څه هم د طالبانو له بیاځلي واکمن کېدلو درې کاله وروسته هم د هغوی په خلاف کوم واحد ډیاسپورا اپوزیسیون نه‌دی رامنځ ته شوی؛ خو په پراګنده او وخت ناوخته ناستو او غونډو کې همدغې طبقې د هېواد سیاسي مسله بیا د بحث مېز ته راوړې ده. ډیاسپورا کوم مسوولیتونه او بالقوه فرصتونه لري؟ څنګه دا خلک افغانستان یوه سم لوري ته بېولی شي؟ ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې مهم پاډکاسټ اوریدلو ته رابولي.

    Más Menos
    1 h y 43 m

Lo que los oyentes dicen sobre 8am Media | پادکست ۸صبح

Calificaciones medias de los clientes

Reseñas - Selecciona las pestañas a continuación para cambiar el origen de las reseñas.